IQNA

په قرآن کې جذباتی انضباط   او الهي تقدیر

7:34 - April 21, 2024
د خبر لمبر: 3489077
ایکنا – پر هغو ټولو چارو دالهي احاطې په  څير ځيني قرآني تعلیمات چې  دانسان لپاره رامینځةکیږي، د انسان په چلند کې ډير  د شوق او یا ویرې په څير  دانسان ډیرې زیاتې جزبې او احساسات بدلولی  او کنټرولولی شي.

ځیني تفکرات یوه  احساساتي نظم او انضباط ته د رسیدا لپاره  د انسان د فکر او ذهن آساس جوړوي. د مثال په توګه ،د ایمان په سیوري کې د برلاسي ، ددینا د تیریدا ،په خداوندمتعال د ایمان راوړلو ،د خدای تعالی  ملګرتیا، د خداي د ارادې د حکومت ،پر چ ارود دخداي تعالی  داحاطې  او د پوهیدا په څير د باؤرونو په سیورې کې په خداوندمتعال  باندې د ایمان بڼه مودل سبب  کیږي ، د ډير حرص او شوق او ویرې  په څير د انسان ډیری احساسات چې  دهغه په چلند کې د بې نظمۍ سستۍ او بیړې س بب کیي، کنټرولوي.

شاید  په قرآن کریم کې د جذباتي انضباط  په زمینې کې ترټولو مهم آیت  هغه آیت دی چې هغه ټوله پيښې  او تاوانونه چې په انسان کې  د هغه په باب رامینځةکیږي، دخداي تعالی له خوا او د هغه له خلقت  څخه  مخکې تقدیر کې لیکل شوي  وي  معرفي کوي؛ لکه څنګه چې د قرآن کریم د حدید سورې په ۲۲ آیت کې فرمائيل شوي دي چې ؛؛      

 مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ فِي الْأَرْضِ وَ لَا فِي أَنْفُسِكُمْ إِلَّا فِي كِتَابٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَبْرَأَهَا إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ» (حدید: 22).   

ددغه آساس منل  سبب کیږي،  انسان  ځان بې انضباطه او پریښودل شوی ونه ګڼي او  په نتیجې کې  د ژوند پيښې  له سټریس او   خپګان سره  مخ نه شي. لِكَيْلَا تَأْسَوْا عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَ لَا تَفْرَحُوا بِمَا آتَاكُمْ» (حدید: 23)؛ ځکه  انسان که یقین وکړي، چې  هغه څه چې له لاسه ئې وتلي دي ممکنه نه وه چې نه وائ وتلي ، او هغه څه  چې  عاید ئې شول ، داسې امانت دی چې  خداي ورته سپارلی دی ، دغه شان کس نه  د نعمت د له لاسه وتلو په وخت  غوسه کیږي او نه هم د   د ډيرو نعمتونو په وخت زیات خوشالیږي.

یوه بل آیت چې  په   همدې مضمون ته اشاره کوي،  د التغابن سورې په یولمس آیت کې راغلی دي ، مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ» (التغابن: ١١) یعنی  هیڅ  عامل او هیڅ  اثر د خداوندسبحان له اذن پرته  په خپل مسبب  کومې اغیزې نه شیندي . پر دې اساس د ژوند  د پيښو  په حکمت باندې ایمان    مشکلاتو باندې  صبر  د انسان  د احساساتو او حوصلو  د انضباط او کنټرولولو  سبب کیدلی شي.  

captcha